"G-7" هېوادونو د روسيې پر ضد د نورو بندیزونو په اړه موافقه وکړه

د نړۍ ۷ سترو صنعتي هېوادونو د سوداګرۍ په برخه کې پر همکاریو او د روسيې پر ضد د نورو بندیزونو په اړه موافقه وکړه خو د اقلیم د بدلون په موضوع کې په خپلو کې سلا نه‌شول.

یادو صنعتي هېوادونو په خپل وروستي بیان کې ویلي چې بریتانيې، کاناډا، فرانسې، جرمني، جاپان او ایټالیا د نړیوال اقلیم په اړه د پاریس د ۲۰۱۵ میلادي کال پرېکړې ته خپله ژمنتیا څرګنده او په دې برخه کې يې د همکارۍ کلک ډاډ ورکړ.

د ایټاليا په سیسیل ساحلي ښار کې تر دوه ورځنیو خبرو وروسته د سترو صنعتي هېوادونو مشرانو دغه‌راز د سوداګرۍ په اړه هم ځینې موافقې وکړې چې له هغې جملې د غیر عادلانه تجارت پر وړاندې مبارزه او د مارکېټونو پرانیستي ساتل شامل دي.

خو د نړیوال اقلیم په برخه کې د ۷۶ صنعتي هېوادونو مشران ونه‌توانېدل چې په دې برخه کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره موجود اختلافات هوار کړي.

د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو مشران.

ولسمشر ټرمپ د سرمشریزې له پای ته رسېدو وروسته په خپل ټویټر کې وویل چې امریکا د اقلیم د بدلون په اړه پر خپلو پالېسیو له سره غور کوي او په دې اړه به خپله پرېکړه راتلونکې اوونۍ اعلان کړي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د سرمشریزې په پای کې وویل چې د اقلیم د بدلون د موضوع په اړه بحثونه ډېر تاوده او ستونزمن وو او د هغې په خبره دا ښکاره نه‌ده چې امریکا به د اقلیم د بدلون په اړه د پاریس په موافقه کې پاتې شي او که نه؟

د ۷ سترو صنعتي هېوادونو مشرانو دغه‌راز ژمنه وکړه چې د غوښتنې په صورت کې به په اوکراین کې د روسيې د مداخلې له امله پر مسکو نور بندیزونه هم ولګوي.

د «جي ۷» یا ۷ سترو صنعتي هېوادونو په وروستي بیان کې راغلي چې که روسیه د اوکراین په مسئله کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي نو لګول شوي بندیزونه به ترې لیرې شي.

د سیسیل په سرمشریزه کې د سترو صنعتي هېوادونو مشرانو د کډوالۍ موضوع هم یاده کړه او موافقه‌يې وکړه چې هر هېواد باید خپله ځمکنۍ بشپړتیا، ملي ګټو او امنیت ته په پام سره په دې اړه تګلارې جوړې کړي.