د G-7 هېوادونو په نننۍ غونډه کې د افريقايي کډوالو پر مسئله بحث کېږي

د G-7 ډلې يا د اوو صنعتي هېوادونو رهبران د خپلې غونډې په دويمه ورځ نن د افريقايي هېوادونو له مشرانو سره پر يو لړ مسايلو خبرې کوي.

د ايټوپيا، کينيا، نايجر، نايجريا او تونس رهبران نن شنبه د اوو صنعتي هېوادونو له مشرانو سره جرګه شول.

تر پنځو لکو ډېر افريقايي پناه غوښتونکي مجبوره شوي چې له ٢٠١۴میلادي کال راهيسې له مديترانې سمندرګي تېر په اروپا کې د ښه ژوند په لټه ځانونه ايټاليا ته ورسوي.

د G-7 ډلې د غونډې په اوله ورځ پرون د بريتانيا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ايټاليا، جاپان او امريکا رهبرانو ژمنه وکړه چې د ترورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره به نور اقدامات هم کوي.

دوى وويل چې د بهرنۍ پاليسۍ اړوندو مسايلو له دې جملې سوريې او شمالي کوريا په برخه کې تر ډېره حده توافق وشو.

د ايټاليا صدراعظم پاولو جينتولوني چې د دې سرمشريزې کوربه دى، د نننۍ غونډې په پيل کې وويل:

د ایټالیا صدراعظم.

"زموږ د نن ورځې د کاري لومړيتوب پيغام د توليداتو او اساسي پروژو په برخه کې ابتکار رامنځته کول دي چې د انرژۍ او د ناخالصو ملي توليداتو د پرمختګ په برخه کې د ښو معيارونو رامنځته کول هم په کې شامل دي."

د اوو صنعتي هېوادونو په پرونۍ غونډه کې د تجارت په برخه کې اختلافات تر ډېره حل شول، خو د امريکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د اقليم د بدلون په برخه کې اختلاف حل نه شو.

په هغه ګډه خپره شوې اعلاميه کې چې پرون د G-7 يا اوو صنعتي هېوادونو مشرانو لاسليک کړې، د انټرنټ او ټولنيزو رسنيو له کمپنيو غوښتنه شوې د تروريزم اړوندو مطالبو په مخنيوي کې جدي هڅې وکړي.