د سپین بولدک او چمن لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

د سپین بولدک او چمن سرحدي لاره نن شنبه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د پاکستان د پوځ له‎خوا په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه لاره د افغان چارواکو په غوښتنه د روژې د مبارکې میاشتي په خاطر پرانیستل شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لاره د باروړونکو موټرو او خلکو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د چمن او سپین بولدک لاره د مې په ۵ نېټه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر نښتې وروسته تړل شوې وه.