دG-7 هېوادونو مشران د افریقایي هېوادونو له مشرانو سره ګوري

د جي اوه یا د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران د اېټالیا په سیسلي ټاپو کې د خپلې غونډې په دوهمه ورځ د افریقایي هېوادونو له مشرانو سره ګوری.

ټاکل شوې د حبشې، نیجیر، نایجریا او تونس مشران نن د شنبې په ورځ د جي اوه په سرمشریزه کې برخه واخلي.

له ۲۰۱۴ مېلادي کال راهیسي څه باندې نیم میلیون افریقایي کډوال له مدیتراني تېر شوي او په اروپا کې د ښه ژوند په تمه د اېټالیا سواحلو ته رسېدلي دي.

تېره ورځ د برېتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، جاپان او امریکا متحده ایالاتو مشرانو ژمنه وکړه چې د ترورېزم په وړاندې مبارزه پیاوړې کړي او د انټرنټي خدماتو او ټولنیزو رسنیو له مسؤلینو یې وغوښتل چې د افراطي لیکنو په برخه کې څارنې ډېرې کړي.