په مېلو کې کومو خبرو ته باید پام وشي؟

په افغانستان کې د مېلو لپاره ډېر خوندي پارکونه نشته، خو ښکلی طبیعت یې داسې جوړ دی چې د مېلو لپاره یې ډېر ځایونه مناسب دي.

په کابل کې بابر بڼ، قرغه، د پغمان دره، کابل ژوبڼ او یو شمېر نور دولتي او شخصي پارکونه شته چې خلک د رخصتیو په ورځو کې په دې نیت ورځي چې یو څو شېبې په کې خوشاله تېرې کړي، خو په همدې پارکونه کې یو شمېر داسې ځوانان هم پیدا کېږي چې کورنۍ ته مزاحمت کوي او د تفریح خوند یې ورخرابوي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ facebook.com/TandySangy:

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولای شئ hewadm@rferl.org:

یادونه: "تاندې څانګې"د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د دوه بجو او د سې شنبې د ورځې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپرېږي:

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې