ټرمپ شمالي کوریا لویه ستونزه وبلله

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون جمعه شمالي کوريا د امريکا د بهرني سياست په اجنډا کې ”ستره ستونزه“ وبلله.

شمالي کوريا په وروستيو کې د ميزاييلو يو لړ ازموينې کړي چې انتقادونه يې پارولي دي.

ښاغلي ټرمپ په ايټاليا کې د جاپان له صدراعظم شينزو ابې سره د G-7 ډلې يا د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو د سرمشريزې په درشل کې تر کتنې وروسته دا څرګندونې وکړې:

"موږ به واقعاً د شمالي کوريا پر ستونزه ډېر متمرکز يو، دا يوه ستره او نړيواله ستونزه ده چې يو ډول نه يو ډول به حل شي، تاسې کولاى شئ شرط وتړئ چې دا به حلېږي."

د G-7 ډلې سرمشريزه د ايټاليا په سيسلې جزيره کې جوړېږي.

په همدې حال کې سپينې ماڼۍ هم په يوه اعلاميه کې ويلي، ښاغلي ټرمپ او د جاپان صدراعظم شينزو ابې موافقه کړې چې پر شمالي کوريا به د دغه هېواد د باليستيک ميزاييلو او اټمي پروګرامونو د پراختيا د دوام له کبله بنديزونه پراخ شي.

د امريکا ولسمشر ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې چې نه پرېږدي شمالي کوريا پر امريکا د اټمي حملې توان پيدا کړي.

کارپوهان اټکل کوي چې شمالي کوريا ممکن تر ٢٠٢٠میلادي کال وروسته دا توان ومومي.