په خوست ښار کې موټر بم چاودنې ۱۴ تنه وژلي

په خوست ښار کې نن شنبې سهار اته بجې د فوټبال لوبغالي ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې چې له امله ۱۴ تنه وژل شوي او۸ نور ټپیان شوي دي.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست ګل محمدین محمدي ازادي راډيوته وویل، له چاودنې ۱۴ جسدونه او ۸ ټپیان روغتونونو ته ور وړل شوي چې په وینا يې په ټپیانو کې د یوه تن روغتیايي وضعیت نازک دی.

نوموړي وویل چې د دوې له څيړنو ښکاري چې وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي دي.

تردې وړاندې د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه د ګڼې ګوڼې په سېمه کې شوې ده او ممکن د تلفاتو شمیر زیات وي.

خو د خوست امنیه قوماندان فیض الله غیرت ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې لس ته ملکیان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون ۶ تنه ټپيان دي.

تر اوسه پورې د چاودنې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

  • پخواني معلومات:

په خوست کې نن سهار اته نیمې بجې د خوست ښار د عسکري کلوپ په سیمه کې ځانمرګی برید شوی دی.

که څه هم تر اوسه سیمه د افغان ځواکونو له لوري محاصره ده، خو عیني شاهدان وايي چې یاده پيښه مرګ ژوبله لري او د پېښې ځای ته یو شمېر امبولانسونه ورغلي د ي.

د خوست د امنیه قوماندانۍ چارواکو ازادي راډیو ته پېشه تائید کړه، خو ويې ویل چې تر اوسه يې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي راټول شوي.

دوی زیاتوي، تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې دا ځانمرګی برید وو او که موټر بم برید.

خو د پېښې ځای ته نېږدې خلکو ازادي راډیو ته وویل چې ممکن موټر بم برید وي.

تر اوسه د یادې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

په دې اړه نور جزئیات وروسته..