چارواکي: د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې ۱۵سرتېري وژل شوي

چارواکي وايي، د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې تېره شپه د طالبانو په یوه حمله کې ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.

راپورونه د دفاع د وزارت د ویاند دولت وزیري په حواله وايي چې طالبانو تېره شپه د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه مرکز حمله کړې ده.

تر دې مخکې افغان چارواکو ویلي وو چې درې ورځې وړاندې په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې وسله والو د ملي اردو ۱۲ سرتیري په یوې حمله کې ووژل.

په سیمه کې سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې دا په یوې اوونۍ کې د ملي اردو پر مرکزونو د طالبانو درېیمه حمله ده.