دایکندي چارواکي: د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي۴۰ قضیې ثبت شوي

د دایکندي ولایت سیمه ییزچارواکې وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۰پيښې ثبت شوي دي.

د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست رئیسې اغلې زکیه رضاء نن جمعه ازادي راډيوته وویل چې په دغه ولایت کې د ۱۳۹۶ کال د پیل څخه تر دا مهاله د ښځو پروړاندې د تشدد څه باندې ۴۰ قضیې ثبت شوي چې زیات برخه يې د کم عمره نجونو اجباري ودونه دي.

نوموړې وايي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دغه شمېر د تېر کال په پرتله ۱۰سلنه ډېره شوې چې لامل یې په سیمه فقراوغربت دی.

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره تېر کال په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۱۸۰قضیه ثبت شوي وې.