م.م د قربانیانو لپاره د عدالت د تأمین غوښتنلیک ترلاسه کړی

ملګري ملتونه وايي، د هغو جنایاتو د قربانیانو لپاره د عدالت د تأمین غوښتنلیک یې ترلاسه کړی دی چې د شوې ادعا له مخې د حزب‎اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ترسره کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما په یوه بیان کې ویلي چې دا غوښتنلیک یې پرون ماسپښین ترلاسه کړی خو نه‎دي یې ویلي چې د چا له‎خوا.

بیان زیاتوي، یوناما د هغو موافقو هرکلی کوي چې په افغانستان کې د جګړو له کمولو سره مرسته کوي او افغانانو ته په سوله ییز چاپیریال کې د ګډ ژوند امکان برابروي.

بیان یادونه کوي چې یوناما د حکومت او حزب‎اسلامي ترمنځ د سولې موافقې ته چې په تېره تله میاشت کې لاسلیک شوه لا هم هیله لري خو زیاتوي چې ملګري ملتونه انتقالي عدالت او سوله دواړه بنسټیز ګڼي.

بیان د یوناما د مشر تادامیچي یاماماتو له قوله ویلي چې نوموړی وايي، ملګري ملتونه د سولې په بهیر کې د هغو کسانو د ګډون هرکلی کوي چې د عادلانه سولې ټینګښت او له تشدده لاس اخېستو ته لېوال دي او د پخلاینې داسې یوه بهیر ته ژمن دي چې د قربانیانو د غږ اورېدو ته اجازه ورکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د حزب‎اسلامي نظر هم واخلو خو له پرله‎پسې تماسونو سره-سره بریالي نه‎شوو.