د کاناډا صدراعظم: له افغانستان سره همکارۍ ته ادامه ورکوو

د ناټو تر یوې سرمشریزې مخکې د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو ویلي چې کاناډا به له بېلابېلو لارو له افغانستان سره ژمنه پاتې وي.

هغه نن په بروکسل کې خبریالانو ته وویل که څه هم اوس په افغانستان کې سرتېري نه لري خو په پراختیايي او امنیتي چارو کې له دغه هېواد سره مرسته کوي:

"کاناډا په بېلابېلو برخو کې له ناټو سره کلکه همکاري لري، موږ په افغانستان کې یوه لسیزه ښه خدمت وکړ، موږ هلته په پراختیايي چارو او امنیتي مسؤلیتونو کې خپله ونډه د مرستې په ورکولو ادا کوو، موږ اوس هلته کوم سرتېری نه لرو، خو له بېلابېلو لارو له دغه هېواد سره مرستې ته چمتو یو."

د ناټو په دې نننۍ سرمشریزه کې پر افغانستان بحث نه کېږي خو چارواکي په حاشیوي غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان په اړه د خبریالانو پوښتنې ځوابوي.

د ناټو په دې سرمشریزه کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم پکې برخه لري د داعش پر ضد په نړیوال ائتلاف کې د ناټو د دایمي غړیتوب هڅې روانې دي.