په خوست کې دارالمعلیمن ته ودانۍ جوړېږي

د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د ښوونکو د روزنې د عالي دارالمعلمین لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو کارونه پیل شول.

یادې ودانۍ چې د پوهنې وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د نېږدې شلو میلیونو افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې جوړېږي، ۲۴تدریسي او یو شمېر نورې اداري خونې او لوی سالونونه لري.

د خوست والي حکم خان حبیبي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ودانیو په بشپړېدو سره به تر ډېره د محصلینو د تدریسي خونو ستونزه هواره شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د نږدې شل میلیونه افغانیو په لګښت د دولتي بودجې په چوکاټ کې د یو کال په موده کې په اساسي ډول جوړېږي، دا ۲۴ خونې لري، زه باور لرم چې د دې تدریسي ودانۍ په جوړېدو سره به زموږ د دې عالي دارالمعلمین ستونزې تر ډېره برید په خاصه توګه د دوی د تدریسي خونو د نه موجودیت ستونزې تر ډېره حل شي."

د خوست عبدالله خان تڼي عالي دارالمعلمین په ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې ۷ نور حمایوي مرکزونه هم لري چې په تېرو کلونو يې شا او خوا اته نیم زره د څوارلسمو ټولګیو فارغان ټولنې ته د مسلکي ښوونکو په توګه معرفي کړي دي.