له افغان حکومته د یو شمېر کلیوالو مېرمنو غوښتنې

په افغانستان کې یو شمېر کلیوالې ښځې له افغان حکومت نه غواړي څو د دوی لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو ته د کورنیو بازارنو ترڅنګ نړیوال بازارونه پیدا کړي.

دغو ښځو نن په کابل کې خپل لاسي صنایع په یوه دوه ورځني نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني د کلیوالو ښځو د نندارتون د پرانیستلو پرمهال وویل چې د دې ډول نندارتونونو جوړول د کلیوالو ښځو د لاسي صنایعو د پېژندنې او بازار موندنې لپاره ښه فرصت دی:

"د کلیوالو ښځو د لاسي صنایعو لپاره بازارونه پرانیستل د دې لامل کېږي چې د ښځینه سوداګرو سره په بازار موندنه کې مرسته وشي، ځکه موږ دوی خلکو ته معرفي کوو."

په کابل کې د کلیوالو ښځو دوه ورځنی نندارتون نن پرانېستل شو چې په دغه نندارتون کې د هرات، بلخ، کندهار، بامیان، پروان او ننګرهار ولایتونو د کلیوالو ښځو لاسي صنایع په ۵۳ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.