ټرېزا مې د منچسټر بمي حملې په اړه ټرمپ ته اندېښنه ښيي

د بریټانیا صدراعظمه ټرېزا مې به نن د منچسټر بمي حملې په اړه د امریکا متحده ایالتونو د استخباراتي معلوماتو د خپرېدو په اړه ډونالډ ټرمپ ته اندېښنه وښيي.

دا خبر بي بي سي خپور کړی دی.

د بریټانیا صدراعظمه ټرېزا مې او د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په بروکسل کې د ناټو سازمان په سرمشریزه کې سره ګوري.

د بريتانيا پولیسو اندېښنه ښودلې چې د امریکا استخباراتي معلوماتو خپرېدل به د هغه شکمن بم جوړونکي لټون زیانمن کړي چې تر اوسه په تېښته بریالی دی.

د بريتانيا د پوليسو مشرانو مخکې ویلي وو چې په امريکايي رسنيو کې د دې بمي حملې په اړه معلومات خپاره شوي او هم په نیویارک ټایمز ورځپاڼې کې د عدلي طب هغه عکسونه خپاره شوي چې د پېښې په صحنه کې اخېستل شوي دي.

بي بي سي پرته له دې چې سرچینه وښيي خبر ورکړی چې د منچسټر د حملې پلټونکو پولیسو له امریکا متحده ایالتونو سره د معلوماتو شریکول بند کړي دي.

اخوا د بریټانیا ملکه الیزابت په منچسټر کې نن یوه روغتون ته ولاړه او د هغو ماشومانو پوښتنه یې وکړه چې د منچسټر په پېښه کې ټپیان شوي وو.

په بریتانیا کې همدا راز نن په ۱۱ بجو د یوې دقیقې لپاره د منچسټر د پېښې د یادښت په خاطر سکوت هم وشو.

د بريتانيا په منچسټر ښار کې د ځان وژونکي بريدکوونکي سلمان عَبیدي د نورو ممکنه ملګرو د موندنې د عملیاتو په دوام نن دوه کسان نیول شوي چې د نیولو شمېر ورسره اتو ته ورسېد.

په بمي حمله کې چې د منچسټر په ښار کې د دوشنبې په شپه وشوه ۲۲ کسان ووژل شول او ۶۰ نور ټپيان شول.

ډېری مرګ ژوبله ماشومانو ته اوښتې ده.