ولسمشر ټرمپ نن د ناټو سازمان غونډه کې ګډون کوي

د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس به نن په بروکسل کې د ناټو سازمان د مشرانو په غونډه کې برخه واخلي.

ډونالد ټرمپ په داسې حال کې د خبرو لپاره د ناټو سازمان د مقر نوې جوړې شوې ودانۍ ته ورځي چې نېږدې یو کال مخکې یې دا سازمان منسوخ بللی و.

د نن ورځې خبرې په دوو ټکو متمرکزې دي، لومړی د ناټو تړون په مالي لګښتونو کې د ټولو غړو ونډه اخیستل او دویم له ترورېزم سره د مبارزې څرنګوالی.

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن په بروکسل کې د غونډې تر پیل مخکې خبریالانو ته وویل چې د عمل په یوه داسې پلان موافقه کوي څو له لارې یې داعش یا اسلامي دولت ډلې پر ضد په نړیوال ائتلاف کې برخه واخلي:

"موږ به نن د عمل په یوه پلان موافقه وکړو چې له ترورېزم سره د مبارزې په هڅو کې ناټو څنګه مخته ولاړه شي، د عمل په دغه پلان کې ډېرې برخې موجودې دي یو یې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د مبارزې په برخه کې له نړیوال ائتلاف سره یوځای کېدل دي."

ښاغلي سټولټبرنګ ویلي چې د بریټانیا په منچستر کې د مې ۲۲ بمي حملې دا وښوده چې د ناټو سازمان غړي هېوادونه باید په اوسنۍ غونډه کې له ترورېزم سره د مبارزې په لارو چارو زیات تمرکز وکړي.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم ویلي چې امریکا په دې لټه کې ده څو ناټو په نننۍ غونډه کې له اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې لپاره د اته شپيتو هېوادونو په نړیوال ائتلاف کې دایمي غړیتوب واخلي.

د ناټو غړيو هېوادونو ځینو ډپلوماټانو ازادې اروپا راډیو ته وویل چې تمه ده د ناټو متحدین له دغه ائتلاف سره یوځای شي.