د المواسات ټولنې کندز کې بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې وکړې

د المواسات خیریه ټولنې په کندز کې د جګړو له کبله له سلو بې ځایه شویو کورنیو سره د لومړینو توکو مرستې وکړې.

د دغه ټولنې عامل مدیر مختار سجاد نن ازادي راډیو ته وویل چې کندز کې زرګونه بې ځایه شویو کورنۍ له راز راز ستونزو سره مخامخې دي او د روژې په رارسېدو ټولې خیریه موسسې او ملي سوداګر باید په دې برخه کې خپل اخلاقي مسؤلیت ادا کړي.

د ښاغلي سجاد په خبره د مرستې په پکیج اوړه، وریجې، غوړي او یو شمېر نور لومړني توکي شامل دي.

په کندز کې د وروستیو جګړو له کبله زرګونه کورنۍ د دې اړې شوې چې خپلې مېنې پریږدي.