اریانا: د جنجالي جامو له سوځولو مې هدف د بخښنې غوښتل نه دي

د افغانستان وتلې سندرغاړې اریانا سعید وايي، د هغو جامو له سوځولو یې چې د پاریس په يوه کنسرټ کې یې اغوستې وې، هدف د دې د لباس له منتقدانو څخه بخښنه غوښتل نه دي.

نوموړې پرون ازادي راډیو ته وویل: د دې لباس په سوځولو یې غوښتي وښيي چې په افغانستان کې مهم او ضروري موضوعات شته چې خلک باید د دې د لباس پرځای پر هغو ډیر تمرکز وکړي:

"په هېڅ وجه دا له هېچا د بخښنې غوښتل نه دي. هماسې چې په مخکې مرکو کې مې هم ویلي، هغه جامې چې په تن مې وې هسې چې خلک فکر کوي لوڅې نه وې. زما په نظر د یوې هنرمندې لپاره مناسبې جامې وې."

اریانا سعید وروسته له هغې د پاریس په کنسرټ کې اغوستې جامې وسوځولې چې د دغه کنسرټ خپرو شویو ويډيوګانو د افغانانو ترمنځ په ټولنیزو رسنیو کې د دې د لباس اغوستنې پر طرز تاوده بحثونه راپورته کړل.

یو شمېر کسانو د دې پر دا ډول جامو سخت انتقادونه کول خو یو شمېر نورو بیا د دې افغان سندرغاړې د جامو اغوستلو د طرز ملاتړ کاوه.