سوداګرۍ خونه: د سپين‌بولدک ټړل کېدو ډېر زیان د کندهار سوداګرو لیدلی

د کندهار سوداګر د سپین‎بولدک-چمن د دروازې د تړلو په غبرګون کې وايي چې سوداګري له سياسته یو جلا سکټور دی او باید نور د سیاستونو قرباني نه‎شي.

د سپین‌بولدک-چمن لار د تېرو ۲۱ ورځو راهیسې تړلې ده.

پر ډیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ له نښتې نن ۲۱ ورځې تېرېږي چې د سپین‎بولدک او چمن تر منځ د دوستۍ دروازه د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

که څه هم افغان چارواکو په سیمه کې د پاکستاني مسئولینو سره څو ځلې خبرې وکړې خو محسوسېدونکې پايله ورڅخه تر لاسه نه‎شوه.

د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې له پاکستان سره د سپین‎بولدک ترانزیټي لارې د تړلو له امله افغان سوداګرو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.

د دغې ترانزيټي لارې د تړل کېدو له امله تر ټولو ډېر زيان د کندهار سوداګرو ته رسېدلی.

هغوی د چهارشنبې په ورځ د يوې غونډې پر مهال پاکستان د نړيوالې سوداګرۍ د اصولو په ماتولو تورن کړ.

د کندهار د سوداګرۍ خونې رئیس حاجي نصرالله ذهير وایي، د لارو تړل د دې پر ځای چې ستونزې او اختلافونه کم کړي لا يې ډېروي او باید چې سوداګرۍ ته سياسي رنګ نور ورنه‌کړل شي.

نوموړی وايي:

"سیاست د حکومت کار دی، نه د تاجر کار، موږ دا خبره پاکستاني سوداګرو ته هم کړې سوداګر باید له سیاسته لیرې وساتل شي د دروازې تړل نور هم تاوان لري."

په غونډه کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستيال محمد یونس مهمند هم پاکستان د سوداګرۍ د نړيوالو اصولو څخه په سرغړونه تورن کړ او د پاکستان دا ادعا يې بې‌بنسټه وبلله چې ګواکې افغان دولت د سپين‎بولدک چمن لار تړلې ده.

مهمند وویل، که پاکستان نور هم د دروازې تړلو ته دوام ورکړي نو د سارک سازمان له لارې به پر دغه هېواد فشار راولي.

نوموړي زیاته کړه:

"پاکستان هېڅ تړون ته ژمن نه‎دی دوی د نورو هېوادونو سره هم اختلافات لري خو د هغو سره‌یې سرحد نه‎دی تړلی دوی زموږ سره د سوداګري په برخه کې هېڅ تړون ته ژمن نه‎دي."

د هېواد د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې پخوا د تورخم او سپین‎بولدک له ترانزیټي لارو څخه په ورځ کې د درېیو میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات کېدل خو اوس په دغې کچه کې د پام وړ کموالی راغلی او افغان سوداګرو د مځني اسیا له ځینو نورو هېوادونو سره سوداګري پیل کړې.

راپور: محمد صادق رښتینی