جېمز اپاتورای: افغان ځواکونو پرېنه‌ښود چې هېواد یې د ترورېستانو ځاله شي

د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه نن د بلجیم په پایتخت بروکسل کې پیلېږي.

افغانستان د دې یو ورځنۍ غونډې په اجنډا کې شامل نه‎دی، خو دا چې په غونډه کې د ناټو غړي هېوادونه د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه بحث کوي تمه کېږي چې د افغانستان پر وضعیت به هم په‌کې خبرې وشي.

ډونالد ټرمپ د لومړي ځل لپاره د ناټو د مشرانو په غونډه کې د امریکا د ولسمشر په توګه ګډون کوي.

نوموړی د چهارشنبې په ورځ بروکسل ته رسېدلی.

د ناټو د مشرانو د غونډې په درشل کې د ناټو د عمومي منشي د بهرنیو چارو او امنیتي پالېسۍ مرستیال جېمز اپاتورای په بروکسل کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه په شدیده مبارزه بوخت دي او له دوی سره به د ناټو ملاتړ دوام وکړي.

اپاتورای

​نوموړی وايي:

"فکر کوم افغان ځواکونه د ناټو په ملاتړ، د دې په مخنیوي کې چې افغانستان بیا د نړیوالې ترهګرۍ په مرکز بدل شي او له هغه ځایه پر موږ بریدونه ونه‌شي، ډېر بریالي وو. هېڅ شی له احتمال لیرې نه‎دی خو شمېرې ښيي چې هغوی ډېر بریالي وو او موږ غواړو چې دا بریالیتوب نور هم پیاوړی کړو. افغان ځواکونه سخته مبارزه کوي خو په عین حال کې د بریدونو هدف هم ګرځي او موږ غواړو چې د دوی د دې مبارزې په تر ټولو ښه بڼه ملاتړ وکړو."

د ناټو د عمومي منشي مرستیال وویل، تمه لري چې د دې تړون غړي به په افغانستان کې د پوځي قوماندانانو هر وړاندیز ته په مثبت نظر وګوري.

تر دې مخکې داسې راپورونه وو چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلانوي چې له مخې به‌یې افغانستان ته له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې اضافي امریکايي سرتېري واستوي.

ناټو هم تر دې مخکې ویلي وو چې افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په اړه د نظامي قوماندانو پر غوښتنو غور روان دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې په یوه خبري غونډه کې یو وار بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې به د ناټو مأموریت بدلون ونه‌مومي.

نوموړي وویل، دې هېواد کې د نظامیانو د شمېر د زیاتولو هدف د افغان ځانګړو عملیاتي ځواکونو او د دې هېواد د هوايي ځواک روزنه او پیاوړتیا ده.

سټولټنبرک: افغانستان کې به د ناټو مأموریت بدلون ونه‌مومي.

​دی وايي:

"افغان ځواکونو ثابته کړې چې د وسله‎والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد جګړه کې ښه ځلېدلي دي. د هوايي ځواک د پیاوړتیا په اړه باید ووایو چې افغانستان خپل هوايي ځواک پیاوړی کوي. د افغان ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو لپاره ټولې همکارۍ ترسره کېږي څو خپل هېواد باثباته کړي."

دا مهال په افغانستان کې ۱۳۵۰۰ بهرني سرتېري مېشت دي چې له دې شمېرې څخه ۸۴۰۰یې امریکايي سرتېري دي.

د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ او دې هېواد ته د نورو زرګونه امریکايي سرتېرو د استولو په اړه د روانو څېړنو سره په یو وخت د امریکا ځینو متحدانو چمتووالی ښودلی چې افغانستان ته د خپلو سرتېرو په استولو غور کوي او د اړتیا په صورت کې دې هېواد ته سرتېري استوي.