د انتخاباتو د ترسره کېدو برخه کې ورو اقداماتو اندېښنې زېږولي

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، که د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کولو په برخه کې چټک اقدمات ونه‎شي ممکن سږ کال انتخابات ترسره نه‎شي.

د دغه کمېسیون غړو د چهارشنبې په ورځ کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې حکومت، د انتخاباتو کمېسیون او ځیني نور اړوند بنسټونه د انتخاباتو د ترسره کېدو برخه کې ورو مخ ته ځي.

د دغه کمېسیون مشر عبدالعزیز اریايي وايي، که څه هم د انتخاباتو کمېسیون ځیني اقدامات کړي خو په هېڅ وجه بسنه نه‎کوي او لا ډېر کار ته اړتیا ده.

دی وايي:

"دا ټول د دې ښکارندویي کوي چې ځینو کارونو کې انتخاباتي کمېسیونونه، د افغانستان حکومت او یا هم انتخاباتو کې ښکېل ځیني بنسټونه په کارونو کې ورو مخ ته ځي او دغه نواقصو خلک اندېښمن کړي دي."

ښاغلی اریايي وايي، که څه هم د انتخاباتو کمېسیون شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د بودجې طرحه، له ټکنالوژۍ څخه د استفادې او د انتخاباتي حوزو د وېش په اړه خپلې طرحې حکومت ته سپارلي خو تر اوسه دې برخه کې اقدام نه‎دی شوی.

د بودجې نه‌موجودیت، ناامني د لوژستکي امکاناتو نه‌شتون او په انتخاباتو کې له ټکنالوژۍ د استفادې پر وړاندې خنډونه د انتخاباتو د ترسره کولو برخه کې لویې ستونزې بلل کېږي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات باید د ۱۳۹۴ کال د میزان په میاشت کې ترسره شوي وی خو د انتخاباتو د اصلاحاتو له کبله انتخابات ترسره نه‌شول او لا یې هم د ترسره کېدو نېټه نه‌ده معلومه شوې.

د انتخاباتو کمېسیون د معلوماتو له مخې په اټکلیزه توګه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له ستونزه سره-سره‌یې تر دې دمه د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره اقدامات کړي دي.

د دغه کمېسیون رئیس نجیب‎الله احمدزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د کمېسیون له اړخه تر اوسه چې زه د رئیس په توګه کار کوم کارونه مو کړي دي خو د تخنیکي کارکوونکو نه‌موجودیت موږ ته ځینې ستونزې جوړې کړې دي."

له دې وړاندې هم پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو ویلي و چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره لازم اقدامات نه‎دي شوي او وضعیت ته په کتو فکر نه‌کېږي چې انتخابات دې په روان کال کې ترسره شي.

خو د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي چې حکومت د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره اراده لري او ژمن دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه وايي:

"د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره کاملاً امادګي لرو او دې برخه کې جدي اراده شته، هغه څه چې حکومت پورې اړه لري هغه‌یې ترسره کړي او هغه څه چې کمېسیون پورې اړه لري هغوی یې سرته رسوي."

ارګ ماڼۍ له دې وړاندې هم ویلي و چې حکومت د انتخاباتو د بودجې د لاسته راوړلو لپاره له مرسته کوونکو هېوادونو سره خبرې پیل کړې دي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون بیا وايي، تر هغې چې انتخاباتي کمېسیونونه، حکومت او اړوند بنسټونه یو بل ته لاس ورنه‎کړي او په ګډه کار ونه‎کړي په هېواد کې شفاف انتخابات نه‌شي ترسره کېدی.

راپور: محمد حدیث پردېس