د لوګر محمد اغې اوسېدونکو د ځمکو د غاصبینو پر ضد لاریون وکړ

نن د چهارشنبې په ورځ د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکو د یو سوله‌ییز لاریون په ترڅ کې له ځايي ادارې وغوښتل چې د دوی دښتې او څړځایونه دې له غاصبینو خلاص کړي.

دوی زیاتوله د محمداغې دښتې په اړه د درې ګونو محاکمو شرعي حکم موجود دی چې دولتي ملکیت‌يې تثبیت کړی، نو ځايي اداره قانوني مسؤلیت لري چې دا ځمکې له غاصبینو خلاصې کړي، تر څو د حکومت له‌خوا په‌کې د پلان مطابق پرمختیايي پروژې پلې شي.

لاریونوالو ویل، دا ستونزه‌يې په کراتو ځايي ادارې سره شریکه کړې، خو اجرأت پرې نه‌دي شوي، هغوی ګواښ وکړ چې د یادې ځمکې د خلاصون تر وخته به خپل سوله‌ییز او مدني حرکتونه روان وساتي.

د لاریون یو تن ګډونوال محمد انور ازادي راډيو ته وویل چې د دې ځمکو په غصب کې یو شمېر پخوانیو چارواکو هم لاس لاره، ځکه د غاصبینو پر وړاندې يې نه‌یوازې دا چې اقدام نه‌کاوه، بلکې د هغوی جعلي اسناد به‌يې سم او د تطبیق وړ بلل.

محمد انور زیاته کړه:

"موږ د نهو کلیو خلک له دې ځای نه موږ د سونګ بوټي وړو، دلته مو مالونه او څاروي راوستل، په دې ځمکې دعوا اتلس کاله دوام وکړ، بالاخره درې ګونو محاکمو فیصله وکړه چې دا ځمکه دولتي ده او غصب شوې ده، تېر مسؤلین ټول دې غاصبانو سره په غصب کې شریک دي، ځکه چې پیسې يې واخیستې او جعلي قواله‌يې ومنله، زموږ دا سوله‌ییز لاریونونه به تر هغه دوام ولري، تر څو چې موږ خپل حق ته ورسېږو."

بلخوا د محمداغې ولسوال محمد نصیر امین لاریونوال په حقه بولي او نوموړی هم له ځايي ادارې غواړي چې په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي.

د محمداغې ولسوال وايي، دغو کسانو چې ځمکه‌يې لاندې کړې، په شرعي قواله کې یوازې ۱۴ جریبه ځمکه لري، خو ۲۲۵۰ جریبه ځمکه‌يې غصب کړې او لسګونه کورونه‌يې په‌کې اباد کړي دي.