جرمني سفارت وايي کابل کې د دوی د همکارې وژل کېدو اندېښمن کړي

په کابل کې د جرمني سفارت وايي چې په کابل د دوی د یوې همکارې وژل کېدو اندېښمن کړي دي.

د دغه سفارت مرستیال الریچ ارنیست نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته په دې اړه وویل:

"د جرمانانو ټولنه په کابل کې د خپل همکارې د وژل کېدو څخه غمجنه ده، هغه په ډېره بې‌رحمانه ډول وژل شوې، هغې په دې ټولنه کې د راپور جوړونې برخه کې کار کاوه."

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې نامعلومو وسله‌والو د کابل ښار په لوېدیځ دارالامان سیمه کې پر یوه مېلمستون برید وکړ یوه جرمنۍ مېرمن‌یې ووژله او د یوه افغان ساتونکي سر یې غوڅ کړ.

د دې تر څنګ برید کوونکو یوه بله فنلنډۍ مېرمنه ژوندۍ له ځانه سره وړې ده.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی منلی.