دفاع وزارت: امریکايي ځواکونه افغان پوځ ته د مشورې لپاره کندز ته تللي

د افغانستان دفاع وزارت سره له دې چې کندز ته د تللو امریکايي ځواکونو دقیقه شمېره نه‌ښيي خو وايي چې دغه ځواکونه کندز ولایت ته د لواګانو او کنډکونو قوماندانانو ته د مشورې ورکولو لپاره تللي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د غوڅ ملاتړ مأموریت د دغو ځواکونو دنده مشوره ورکول دی نه جنګ!

​دی وايي:

"دوی هلته د قول اردوګانو، لواګانو او د کنډکونو قوماندانانو ته مشورې ورکولو لپاره تللي دي او هر چېرته چې اړتیا وي دوی ورسره د مشورو په ورکولو مرسته کوي خو داسې نه‎ده چې دوی د جګړې کرښو ته لاړ شي."

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش وویل، د دغو ځواکونو دقیق شمېر نه‎دی معلوم، خو ښايي د هرې لوا او کنډک په کچه يو یا دوه کسان د مشورې ورکونې چارې پر مخ یوسي.

د ده په خبره دغه ځواکونه تېره اوونۍ کندز ته تللي او د افغان امنیتي ځواکونو سره يې د مشورې په برخه کې چارې پېل کړي.

دا چې دغه سرتېري تازه افغانستان ته راغلي او که له پخوا څخه دلته ول په دې اړه د غوڅ ملاتړ ماموریت معلومات زموږ سره شریک نه کړل.

دا مهال په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ مأموریت له ۱۳زرو زیات بهرني سرتېري افغان امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي او دغه‌شان د ښوونې او روزنې په چارو بوخت دي چې ۸۴۰۰یې امریکایان دي.

د یو شمېر راپورونو پر اساس ناټو غواړي چې افغانستان ته له درېیو نیولې تر پنځه زره نور سرتېري راواستوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو سازمان سرمنشي او سفیرانو ته په يوه وېډیو کنفرانس کې ویلي چې د افغانستان په جنګي مأموریت کې د ناټو د روزنې او مشوره ورکونې مأموریت کې بدلون نه‌غواړي.

د ولسمشر غني په وينا، اوس‌مهال د جګړې مديريت د افغان ځواكونو پر غاړه دى او دوى نه‌غواړي چې په دې برخه كې بدلون رامنځته او د ناټو ځواكونه يو ځل بيا د جګړې ډګر ته داخل شي.

همدارنګه د ناټو عمومي سرمنشي ینس اسټولټنبرګ هم نن په بروکسل کې د يوې خبري ناستې پرمهال د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې او تجهیز ټينګار وکړ.

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه باري عارض وايي، د غوڅ ملاتړ ځواکونه د دې تر څنګ چې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکوي د اړتیا په وخت کې په هوايي برخه کې هم همکاري کوي.

د پوځي چارو کارپوه باري عارض

نوموړی وايي:

"طرحه داسې ده چې امریکايي ځواکونه باید افغان ځواکونه يوازې وروزي او په جګړه کې ښکېل نه‌وي، خو د دې تر څنګ لیدل کېږي چې دوی په هلمند او اچین کې د اړتیا په وخت کې هوايي همکاري هم کوي، نو زما په اند د امریکایانو تګ کندز ته ګټه ضرور لرلای شي."

ښاغلی عارض وايي، د غوڅ ملاتړ مأموریت له‎خوا افغان ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکونه هغه وخت لا ښې پایلې لرلای شي چې د افغان پوځ په رهبرۍ کې لازم اصلاحات راشي او کار اهل کار ته وسپارل شي.

راپور: واصل وصال