هرات کې د چرم تولید فابریکه فعاله شوه

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د چرمو د تولید فابریکې په فعالیت پیل وکړ.

د هرات د صنعتکارانو ټولنې مشر توریالي غوثي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه فابریکه په ورځ کې د ۱۰۰۰ جلده چرمو او په کال کې د څه باندې دوو میلیونه جلده چرمو د پروسس توان لري.

نوموړی وايي، دغه فابریکه د څه باندې ۸ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده.

غوثي زیاتوي چې د دغې فابریکې په فعالېدو سره په هرات کې سلګونه ښځینه او نارینه‌و ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د ښاغلي غوثي په خبره د هرات د چرمو د تولید او پروسس فابریکه کولای شي چې ټول هېواد ته د چرمي توکو د تولید لپاره چرم ورکړي.

له چرمو څخه په افغانستان کې تر ډېره بریده په چرمي توکو لکه بوټانو، لاسي صنایعو او دستکولونو لپاره استفاده کېږي.