د امریکا د ډیپلوماسۍ او بهرنیو مرستو په برخو کې لګښتونه کم شوي

د ۲۰۱۸ مالي کال لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر په مالي بودجه کې د ډیپلوماسۍ او بهرنیو مرستو په برخو کې لګښتونه کم شوي او پوځي لګښتونه زیات شوي دي.

د راتلونکي مالي کال لپاره د امریکا د څلور عشاریه یو ټریلون بودجې پیشنهاد پرون سپینې ماڼۍ خپور کړ.

دا پیشنهاد مخکې له دې چې عملي اړخ خپل کړي باید د امریکا د کانګرس له‎خوا تصویب شي.

په دې پیشنهاد کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې لپاره ۳۷ نیم میلیارده ډالر بودجه ټاکل شوې ده چې د روان کال په مقایسه د دې دوو ادارو په مالي بودجه کې د پام وړ کموالی راغلی.

په ۲۰۱۷ مالي کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د «USAID» ادارې ته نېږدې ۵۵ میلیارده ډالر بودجه ځانګړې شوې وه.

د ۲۰۱۸ میلادي کال لپاره د امریکا په پیشنهاد شوې بودجه کې د دې هېواد د دفاع وزارت او نظامي پروګرامونو لپاره بودجه په سلو کې لس زیاته شوې.

د امریکا کانګرس د بودجې د تصویب برخه کې واک لري.

تمه کېږي چې د کانګرس غړي به چې په دې بودجه کې د بدلون غوښتونکي دي څو میاشتې له سپینې ماڼۍ سره چنې ووهي.