نا امنیو ان د ولسمشر زېږون‌ځای کې هم ځينې ښوونځي وتړل

د ناامنیو له امله ان د ولسمشر د زوکړې په کلي سرخ‌اب کې هم ځيني ښوونځي تړل شوي دي.

یو وار بیا د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه اندېښنې، خو دا ځل د نا امنیو له امله د افغان ولسمشر د زوکړې په کلي کې یوه لېسه او د نجونو د یو منځني ښوونځي د تړل کېدو خبره کېږي.

د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د پوهنې مدیر روح‌الله امین وايي، د دغې ولسوالۍ د سرخ‌اب په کلي کې د هلکانو یوازنی ښوونځی د زده‌کوونکو پر مخ تړل شوی دی.

ښاغلي امین د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره اوونۍ په دغه کلي کې د نجونو یو منځنی ښوونځی هم تړل شوی و.

د لوګر مرکز پل علم.

نوموړي زیاته کړه:

"سرخ‌اب چې د ولسمشر کلی هم دی په دې کلي کې د ښوونځيو پر وړاندې یو لړ ستونزې شته، په دې سیمه کې تر ډېره طالبان حاکم دي، ښوونځی تېره ورځ تړل شوی او د نجونو یو منځنی ښوونځی د ثور میاشتې له ۲۶مه راپه دې‌خوا تړل شوی، طالبانو ویلي نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې نه‌شي کولای."

د لوګر د پوهنې سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په دغه کلي کې یوه لېسه، دوه منځني ښوونځي او یو لومړنی ښوونځی فعاله دي.

په دغه کلي کې د نجونو د یو منځني ښوونځي له تړل کېدو وروسته د تېرې دوشنبې په ورځ یوه لېسه د زده‌کوونکو پر مخ وتړل شوه.

د سرخ‌اب کلي اوسېدونکي راز محمد احمدزي چې نه‌یې غوښتل غږ یې خپور شي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې وسله‌وال طالبان په دغه کلي کې فعال دي او هر څه چې وغواړي کولای یې شي.

ده زیاته کړه د سرخ‌اب کلي امنیت ته چې له پلازمېنې کابل څخه شااوخوا پنځوس کېلو متره واټن لري پام نه‌دی شوی.

خو د لوګر د محمد اغې ولسوال نصیر امین وايي، په دغې ولسوالۍ کې ناامني دومره نه‌ده چې په سیمه او په ځانګړي ډول په سرخ‌اب کلي کې یې له امله ښوونځي وتړل شي.

ښاغلی امین وايي، په دغه کلي کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ د جګړې له امله یو ښوونځی په موقت ډول تړل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"تېره ورځ په سیمه کې یو لړ امنیتي ستونزې رامنځته شوې چې وسله‌والو طالبانو په امنیتي پوستو ډزې وکړې، د دې لپاره چې زده‌کوونکو او ښوونکو ته زیان ونه‌رسېږي ښوونځی تړل شوی او زده‌کوونکي تښتېدلي، په ټوله‌ییز ډول د زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځي دروازې پرانیستې دي."

د لوګر د پوهنې مسؤلین وايي، په مجموع کې په دغه ولایت کې ۳۰۷ ښوونځي فعال دي چې ۶۳یې په محمد اغې ولسوالۍ کې دي.

له دې وړاندې د لوګر ولایتي شورا ویلي و چې د دغه ولایت په څرخ، خروار او حتی په مرکز پورې اړوند د پورک په کلي کې او د محمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار کلي کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د نجونو لېسې او منځني ښوونځي تړل شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب دغه موضوع تائیدوي او وايي چې وسله‌والو طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځیو ته اجازه نه‌ورکوي.

عبدالولي وکیل.

په ورته وخت کې د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د هېڅ لوري له‌خوا هم باید له ښوونځيو سره سیاسي چلند ونه‌شي.

ده زیاته کړه چې له هرې ممکنې لارې څخه په استفادې به هڅه وشي چې د سرخ‌اب کلي په ګډون په دغه ولایت کې تړل شوی ښوونځي بیا پرانیستل شي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: رحمت‌الله افغان