پسرلی: د سپین‎بولدک تړلې لارې سوداګرو ته مالي زیانونه اړولي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې له پاکستان سره د سپین‎بولدک ترانزیټي لارې د تړلو له امله افغان سوداګرو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه‌راز په تورخم بندر کې هم پاکستان افغان سوداګرو ته ځیني وخت ستونزې جوړوي چې له دې امله اوس‌مهال له پاکستان سره د سوداګرې کچه ۱.۲ میلیارده ډالرو ته راښکته شوې ده.

پسرلي له افغان حکومته غواړي څو د ترانزیټي لارو د ستونزو په اړه جدي اقدام وکړي او د هېواد وارداتو او صادراتو بدیلې لارې پیدا کړي.

ښاغلی پسرلی زیاتوي:

"۲۵ ورځې کېږي چې د سپین‎بودلک لار تړل شوې ده د کرښې هغه غاړه او دا غاړه زموږ کانټینرونه ولاړ دي له بده‎مرغه دغه لار په کال کې ۶ میاشتې د سوداګرو پر مخ تړل کېږي او له دې درکه موږ ته ډېر تاوانونه رسېږي."

ښاغلی پسرلی وایي چې افغانستان ته یوازې ۴۰ سلنه واردات او صادرات د سپین‎بولدک له لارې کېږي.

نوموړی وایي چې پخوا د تورخم او سپین‎بولدک له ټرانزیټي لارو څخه په ورځ کې د درېیو میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات او واردات کېدل.

اوس‌مهال په سلګونه د مېوو او سبزیو ډک کانټینرونه د کرښې هغه غاړه او دا غاړه درېدلي او اجازه نه‌ورکول کېږي چې افغانستان یا پاکستان ته داخل شي.