غور کې به مالدارۍ او د لبنیاتو د پروسس فارم جوړ شي

په غور کې به ډېر ژر د ښځو او نارینه‌و د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي په هدف د مالدارۍ او لبنیاتو د پروسس فارم جوړ شي.

د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالتوال تایب د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه فارم به په ورځ کې د څه باندې ۷۰۰ لیترو شیدو د پروسس توان ولري.

د غواګانو ساتلو او لبنیاتو د پروسس فارم د کرنې او مالدارۍ ریاست له‎خوا د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي.