پر سعودي د امریکا وسلو پلورلو په اړه د ایران غبرګون

متحده ایالاتو په روانه اوونۍ کې سعودي عربستان ته د ۱۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو یوه لویه معامله لاسلیک کړه.

امریکايي چارواکي وايي، سعودي عربستان ته د ۱۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د ورکولو موافقه د متحده ایالاتو په تاریخ کې د وسلو پلورلو تر ټولو لویه معامله ده.

د دې معاملې له مخې امریکا به د راتلونکې یوې لسیزې په لړ کې سعودي عربستان ته، د میزایلو ضد پرمختللي سیسټمونه، ټانکونه او جنګي کښتۍ ورکړي.

سعودي عربستان به د دې معاملې له مخې د میزایلو ضد پیترویټ او تاډ سیسټمونه ترلاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د سیمه‌ییز امنیت او د وسلو د انتقال د برخې مشر مایک میلر اسوشیټېډ پرېس ته ویلي دا وسلې به د ایران د ګواښونو پر وړاندې او له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د سعودي امنیت او دفاعي چارې غښتلې کړي.

امریکا وايي، د وسلو پلورلو دا معامله د واشنګټن او ریاض تر منځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په هدف شوې ده.

خو د ایران ولسمشر حسن روحاني د متحده ایالاتو او سعودي تر منځ د وسلو سند لاسلیکول یوازې یوه ننداره بللې ده.

روحاني پرون د ټلوېزیون له لارې په وینا کې د دې معاملې په اړه وویل د نړۍ لوی قدرت ته د خپلو خلکو د پیسو ورکول به د ترورېزم ستونزه حل نه‌کړي.

حسن روحاني.

نوموړي زیاته کړه:

"سعودي عربستان ښايي فکر کوي چې د وسلو اخیستل ورته اړین دي، موږ وسلو اخیستلو ته اړتیا نه‌لرو، موږ د وسلو جوړولو توان لرو او هر ډول وسله چې موږ ورته اړتیا ولرو جوړه به‌يې کړو."

د اسوشیټېډ پرس په وینا په تېلو غني سعودي ته د ځینو وسلو د پلورلو موضوع له کلونو راهیسې مطرح وه.

خو د ولسمشر ډونالد ټرمپ زوم جرد کوشنر هڅه وکړه چې دا معامله سعودي عربستان ته د ولسمشر ټرمپ تر سفر مخکې لاسلیک ته چمتو شي.

د امریکا د دفاع وزارت پخواني مرستیال ډیریک کولیټ وايي، امریکا او سعودي د دې معاملې په کولو سره غواړي وښيي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیستل شوې ده.

که له یوې خوا سعودي ته د امریکا د وسلو د پلورلو معامله ایران ته متوجې ګڼل کېږي بل لور ته اسرائیل بیا په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده، خو د اسوشیټېډ پرس په وینا امریکا په دې معامله کې سعودي ته «اېف ۳۵» ډوله جنګي الوتکې چې اسرائیل‌يې دا مهال لري، نه‌دي ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وسلو د انتقال او سیمه‌ییز امنیت د برخې مشر مایک میلر وايي، سعودي ته د وسلو ورکولو دا معامله به په هېڅ صورت کې د اسرائیل په دفاعي توانمندۍ اغېز ونه‌کړي.

په همدې حال کې له سعودي عربستان سره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وسلو دا معامله په متحده ایالاتو کې د نوموړي د زیات شمېر پلویانو له دې ادعا سره په ټکر کې ده چې وايي، سعودي پر امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د یوولمسې د بریدونو مسؤل دی.