د کندهار میوند کې خپل ماین چاودنې درې طالبان وژلي

د کندهار ولایت په ميوند ولسوالۍ کې پر وسله‌والو طالبانو د خپل ماین په چادونه کې د دې ډلې درې غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې او په وژل شویو کسانو کې يو تن د ماین جوړونې انجنیر هم شامل دی.

په ورته وخت کې د يو بل خبر له مخې په همدې میوند ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په يو تراکتور باندې د سړک غاړې ماین چاودنه کې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پېښه تائیدوي او وايي چې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي وويل چې دغه ماين تازه د وسله‌والو مخالفينو له‌خوا پر عمومي لاره ځاى پر ځاى شوى و.

وسله‌والو طالبانو د دواړو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي.