افضلي: ادارې لا هم معلوماتو ته د لاس رسي په فرهنګ باور نلري

اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې د نظارت کمېسیون وايي، په افغانستان کې لا هم ادارې اطلاعاتو ته د لاس رسي په فرهنګ باور نه لري.

د دې کمېسیون رئیس سید اکرام افضلي نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې زیاتره دولتي ادارې د اسنادو پټ ساتل غوره ګڼي.

د ده په خبره یوازې هغه خلک اطلاعاتو ته لاس رسی لري چې له ادارو سره شخصي اړیکې لري او دا مسئله کمېسیون ته د منلو نه ده:

"ادارې لا هم معلوماتو ته د لاس رسي په فرهنګ باور نه لري، قاعده دا ده چې اطلاعات پټ دي خو هغه خلک چې ادارو سره شخصي اړیکې لري معلومات ورکول کېږي چې دا کمېسیون ته د منلو نه ده."

ښاغلي افضلي همدا راز وویل چې د چارو ادارې، د اطلاعاتو او ملکي خدمتونو ادارې، ولسي جرګې او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت هغه ادارې دي چې اطلاعاتو ته د لاس رسۍ د قانون د طبیق برخه کې له دې کمېسیون سره همکاري نه ده کړې.

یاده ادارو تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.