کډوالو وزارت: د شمالي وزیرستان یو نیم زر کډوال له خوسته تللي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د شمالي وزیرستان شااوخوا یو نیم زر کډوال له خوست ولایت څخه بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

د دې وزارت خبرپاڼه وايي، دا کډوال په وروستیو څو میاشتو کې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له پیلېدو راهیسې د دې سیمې شااوخوا پنځه څلوېښت زره کورنۍ خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته کډه شوي.