د ترهګرۍ ضد پر مبارزې د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ریاض کنفرانس ته په اشارې سره د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه مقالې او سرمقالې کښلې دي.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو سره مل د نړۍ هېوادونه له دغې پدیدې سره د مبارزې په چټکتیا ټینګار کوي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، سعودي عربستان چې تر ډېره د اسلام پالو ډلو ملاتړی هېواد شمېرل کېږي، دا ځل د ترهګرۍ ضد یوې غونډې کوربه دی.

په سرمقاله کې راغلي له دغې غونډې څخه چې د نړۍ د ۵۴ هېوادونو مشرانو او استازو په کې برخه اخېستې افغان حکومت دا تمه لري چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې به مؤثریت رامنځته کړي.

خو د خوشبینو تر څنګ په سرمقاله کې دا هم راغلي چې د ریاض کنفرانس او په دغه کنفرانس کې به څرګندونې په افغاانستان او سیمه کې د سعودي او ایران تر منځ ټکر زیات کړي.

ځکه ویل شوي چې تردې دمه د ریاض د کنفرانس د څنډې په ناستو پاستو کې سعودي ایران په افغانستان کې د القاعده او طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، که څه هم ترهګري د افغانستان په شمول اسلامي او د نړۍ ټول هېوادنه له خطر سره مخ کړي، خو د سرمقاله لیکونکي په باور د دې پدیدې د له منځه وړلو لپاره هم ګډ نظرونه موجود دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ریاض کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې کنفرانس ته ویلي چې ټول باید په دې مبارزه کې سره یو او متحد شي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، ولسمشر ټرمپ ډاډ ورکړی چې امریکا په دې مبارزه کې تر ټولو مخکښه ده خو نور یې هم باید تر څنګ ودرېږي.

ده دا هم لیکلي چې ټرمپ ویلي، تراوسه د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد یوازې افغان او عراقي ځواکونه مبارزه کوي، په داسې حال کې چې دا د ټولې نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی او له منځه وړل یې هم د ټولو مسؤلیت.

اصلاح ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په دې اړه لیکلي، له بده مرغه یو شمېر اسلامي هېوادونه د هغو سیالیو له مخې چې په خپلو کې یې سره لري د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې رېښتینې همکاري نه کوي، بلکې د د سرمقاله لیکونکي په باور دوی هڅه کوي چې دغه ډلې په ښو او بدو، خپلو او پردیو سره وویشي او ان ورنه ملاتړ وکړي.

په سرمقاله کې راغلي چې ځکه نو له ترورېزم څخه باید واحد تعریف موجود او په وړاندې یې جدي مبارزه وشي.