چارواکي: سپین‌بولدک لار دې د سیاسي مسایلو په خاطر نه‌کارېږي

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس د پاکستان او افغانستان له دولتونو غواړي چې د کندهار د سپین‎بولدک ترانزیټي لار د سیاسي مسایلو په خاطر ونه‌کاروي.

فضل‌الحق مشکاڼي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومت څخه وغوښتل څو دغه لار د سوداګرو پر مخ پرانیزي.

ښاغلی مشکاڼی زیاتوي:

"زموږ غوښتنه د دواړو دولتونو څخه دا ده چې دوی دې دغه ترانزیټي لار د سیاسي مسایلو په خاطر ونه‌کاروي ځکه پر سوداګرۍ ناوړه اغېز کوي."

مشکاڼی وايي چې د دغې لارې د تړلو له امله افغان سوداګرو ته په میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

نوموړی وایي چې اوس‌‌مهال څه باندې ۵۰۰ بار وړونکي موتړونه پر دغې لار بند پاتې دي.

د چمن او سپین‎بولدک تر منځ د ډیورند پر کرښه د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو تر منځ تر وسله‎والې نښتې وروسته له تېرو درېیو اوونیو راهیسې دغه لار د سوداګرو پر مخ تړل شوې ده.

معلومه نه‎ده چې دغه لار بیا کله د افغان سوداګرو پر مخ پرانیستل شي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نظر هم راواخلو خو بریالي نه‌شوو.