سرور دانش: ناامني او فساد پر اقتصادي پراختیا ناوړه اغېز کړی

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، روانې ناامنۍ، بروکراسۍ، اداري فساد او سخت‌ګیرانه قوانین، د هېواد پر سوداګریز او اقتصادي پراختیا ناوړه اغېز کړی.

سرور دانش چې نن‌یې د ښې حکومتوالۍ او عدالت په کنفرانس کې خبرې کولې وویل، له دې ټولو ستونزو سره بیا هم حکومت پر دوامدارې پراختیا مکلف دی.

دی وايي:

"موږ هېواد کې د اقتصادي پراختیا، پانګونې او مالیې ورکونې برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ یو، جګړه، تاوتریخوالی او ناامني د اقتصادي پراختیا پر وړاندې لوی خنډ دی."

په ورته وخت کې د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي په همدې غونډه کې وویل چې له عدالت پرته په هېواد کې پرمختګ ستونزمن دی.

ښاغلي حمیدي له عدلي او قضايي بنسټونو وغوښتل چې په خپلو کارونو کې دې له دقت څخه کار واخلي.