ننګرهار کې عملیاتو د داعش لس وسله‌وال وژلي

په ننګرهار ولایت کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش د یوه قوماندان په ګډون د دې ډلې لس وسله‌وال وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت پرون په یوې خبرپاڼه کې وویل، د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې په ترسره شويو دې عملیاتو کې د حمزه په نامه د داعش یو قوماندان وژل شوی دی.

د اعلاميې له مخې د دې عملیاتو په لړ کې څو کلي د داعش له فعالیتونو پاک شوي دي.

افغان او امریکايي ځواکونو ویلي د روان ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه به په افغانستان کې د داعش فعالیت ختم کړي.