غني نن یکشنبه د ریاض په سرمشریزه کې ګډون کوي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په سعودي عربستان کې د اسلامي او عربي هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

په دې سرمشریزه کې له ترورېزم او سخت دریځۍ سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې کېږي.

تمه کېږي چې افغان ولسمشر به د سعودي له پاچا سلمان بن عبد العزیز او دې سرمشریزې ته له وربلل شویو یو شمېر مشرانو سره وویني.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر غني به د ریاض سرمشریزې ته د ترورېزم او له ترورېزمه د ملاتړ کوونکو خواو په اړه څرګندونې وکړي.