مرتضوي :جنرال دوستم دوسیه لري هیله ده ژر هېواد ته راستون شي

د ارګ ماڼۍ وايي چې د ولسمشر لومړی جنرال دوستم قضايي دوسیه لري خو اوس ترکیې ته درملنې لپاره تللی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي نن په کابل کې د خبرې ناستې پرمهال په دې اړه د زیاتو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې تمه ده ښاغلی دوستم ژر بېرته هېواد ته راستون شي:

"لکه څنګه چې په جریان کې یاستۍ د ولسمشر لومړی معاون په عدلي او قضايي برخه کې یوه دوسیه هم لري، موږ هیله لرو د دغه قضیې برخلیک هم معلوم شي، خو اوس ترکیې ته درملنې لپاره تللی دی، موږ او تاسو یې د روغتیا لپاره دعا کوو او هیله لرو چې ژر هېواد ته راستون شي."

د جوزجان پخوانی والي ادعا کوي چې د دوستم کسانو دی شکنجه کړی او جنسي ځورولی هم دی خو د ښاغلي دوستم دفتر بیا دغه ادعا ناسمه ګڼلې ده.