اکیل حکیمي د سعودي له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د مالیې وزیر د سعودي عربستان شاهي هېواد د بهرنیو چارو له وزیر ادل احمد الجبیر، سره په ریاض کې وکتل.

د مالې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحمزي نن شنبې ازادي راډیو ته وویل چې د مالې وزیر د سولې پروسې پر ټینګښت، د اقتصادی او تجارتی اړیکو د پياوړتیا او د هغو ملي بروژو پر پلي کولو خبرې وکړې چې د یاد هېواد لخوا تمویلېږي.

د ښاغلي عبدالرحیمزي په خبره دواړو لوریو د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ په دوه اړخیزو اړیکو، د سولې پر پروسې او پر هغو پروژو چې د سعودي عربستان له لورې یې مالي ملاتړ کېږي هر اړخیزې خبرې وکړې.