پکتیا والي مرستیال: نوي کابل بانک پر څانګې حمله کې ۳ تنه وژل شوي

د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي په ګردېز کې د نوي کابل بانک پر څانګې په ډله ییزه انتحاري حمله کې درې تنه وژل شوي دي.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي نن شنبې رسنیو ته وویل چې په وژل شویو کې دوه ملکي وګړي او یو پولیس شامل دی او ۳۱ تنه نور ټپیان شوي چې زیاته برخه یې ملکي وګړي دي.

ښاغلي سهي زیاته کړه چې بریدګر درې تنه وو چې یوه تن یې لومړی ځان پوري تړلو موادو ته چاودنه ورکړې او دوه نور ودانۍ ته تر ننوتلو وورسته پولیسو سره نښته کې ووژل شول.

نوموړي زیاته کړ چې پېښه نن ماسپښین دوه بجې او دېرش دقیقې رامنځته شوي چې یو ساعت یې دوام وکړ.

  • پخواني معلومات

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي په ګردېز ښار کې د نوي کابل بانک پر څانګې درې واړه انتحاري حمله کوونکي وژل شوي دي.

د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توریالي افضلي ازادي راډيو ته وویل چې نن دوه نیمې بجې لومړی یوه انتحاري د نوي کابل بانک په دروازه کې ځان پوري تړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړه او دوه نور یې ودانۍ ته تر ننوتو وورسته پولیسو سره نښته کې ووژل شول.

امنیه قوماندان زیاته کړه چې په دغه حمله کې د نوي کابل بانک دوه امنیتي ساتونکي وژل شوي دي.

په سیمه کې ازادي راډیو خبریال وايي چې د پېښې ځای ته ټولې لارې د امنیتي ځواکونو لخوا د خلکو پر مخ تړل شوي دي.

په ورته وخت کې د پکتیا د عامې روغتیا رئیس شېر محمد نقشنبدي ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې له ځایه دوی ته ۲۶تنه ټپیان ورکړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ټپیانو زیاته برخه ملکي وګړي دي.

  • پخواني معلومات

د پکتیا مرکز ګردېز کې د نوي کابل بانک پر ودانۍ نن شااوخوا دوه نیمې بجې وسله والو حمله کړې او نښته روانه ده.

د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توریالي افضلي د پېښې په ځای کې ازادي راډيو ته وویل چې تر دامهاله یو انتحاري حمله کوونکي د افغان ځواکونو له لوري وژل شوی دی.

ښاغلي افضلي د حمله کوونکو د کره شمېر په اړه ناخبري وښوده.

په سیمه کې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته ویلي چې په دغه پېښه کې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې د.

د ازادي راډیو خبریال وايي،د کابل بانک کارکونکي د جګړې له امله په ودانۍ کې بند پاتې او ډزو اوازونه په کې اورېدل کېږي.

تر دامهاله د دې پېښېې مسؤلیت کومې وسله والې په غاړه نه دی اخیستی.

په دې اړه نور جزئیات وروسته...