په کم عمر کې واده څه ستونزې جوړولای شي؟

په افغانستان کې اوس هم ډېرې نجونې او هلکان چې قانوني سن ته رسېدلي نه وي، د دوی له خوښې پرته ودونه ورته کېږي.

په داسې یوه سن کې چې دوی نه د مسؤلیتونو منلو ته تیار وي او نه په ګډ ژوند پوهېږي، د ځوانانو د ژوند لاره له ډېرو اغزو ډکولای شي.


د کورنۍ مشران دا ښه بولي چې ژر خپلو اولادونو ته ودونه وکړي او د دوی په باور ځان له دې غمه خلاص کړي، خو دې ته فکر نه کوي چې اولادونه به یې له کومو ستونزو سره مخ شي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ facebook.com/TandySangy:

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولای شئ hewadm@rferl.org:

یادونه: "تاندې څانګې"د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د دوه بجو او د سې شنبې د ورځې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپرېږي:

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې