ولسمشر غني او ټرمپ د سعودي کنفرانس کې سره ګوري

تمه ده چې ولسشمر محمد اشرف غني د سعودي عربستان په کوربتوب د ترورېزم سره د مبارزې نړیوال کنفرانس په څنډه کې د امریکا د متحده ایالاتونو له جمهور رئیس ډونالد ټرمپ سره هم وګوري.

د ولسمشرغني مرستیال ویاند نجیب الله ازاد نن ازادي راډیو ته وویل چې دواړه مشران به د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتونو د نوې ستراتېژۍ په څرنګوالي بحث او خبرې وکړي:

"حتماً سره ګوري، د ښاغلي ټرمپ چې کومه نوې ستراتيژي د افغانستان په اړه ده د هغه په اړه به هم بحث کېږي ځکه چې دغه ستراتېژي لا نهايي شوې نه ده نو ولسمشر غني په دغه لېدنه کې په دې اړه د افغانستان موقف واضح کوي."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ډونالد ټرمپ د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتېژي ډېر ژر اعلان کړي.

ښاغلي ازاد وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني به نن له غرمې وروسته د یو لوړ پوړي پلاوي سره د ریاض په لور روان شي.

د سعودي عربستان په کوربتوب د ترورېزم سره د مبارزې په دغه نړیوال کنفرانس کې به له پنځوسو څخه د زیاتو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي ګډون وکړي.