ننګرهار چارواکي: «حمزه» پوځي عملیاتو کې۷۵۰ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار ولایتي مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې د حمزه په نوم پېل شویو عملیاتو کې تر دې مهاله د داعش ډلې د يو شمېر قوماندانو په ګډون د دې ډلې ۷۵۰ غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياني نن ازادي راډيو ته وویل چې،د حمزه په نوم عملیات په ننګرهار کې د داعش ډلې د ځپلو په هدف نږدې يوه نیمه میاشت وړاندې پېل شوي چې لا هم د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې روان دي:

"د حمزه په نوم کوم عملیات چې پېل شوي د داعش د ځپلو په هدف له هغه څخه نږدې يوه نیمه میاشت کېږي او په دغه موده کې ۷۵۰ داعشیان وژل شوي چې په کې د دې ډلې زیات شمېر قوماندان او بهرني غړي هم شامل دي."

ښاغلي خوګياڼي دغه شان وویل چې دغه عملیاتونه د ګډو افغان ځواکونو لخوا ترسره کېږي چې په هوايي برخه کې د بهرنیو ځواکونو همکاري هم ورسره ده.

د ده په خبره د ننګرهار په کوټ،اچین ،هسکه مېنه او نازیانو کې لا هم هوايي ځمکني عملیات دوام لري څو دغه سیمې د داعش له حضوره په بشپړ ډول پاکې شي.

داعش ډلې لا تراوسه په دې اړ څه ندي ویلي.