ولسمشر غني: پاکستان اوس وخت منزوي شوی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي پاکستان اوس وخت منزوي شوی دی.

ښاغلي غني دا خبره پرون ماښام د لوی کندهار د شورا له یو شمېر استازیو سره په ارګ ماڼۍ کې کړې ده او ویلي یې دي چې "منزوي پاکستان د افغانستان په ګټه نه دی".

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د لوی کندهار د شورا له مشرانو سره ولسمشر د سولې په اړتیا او د هغې په لارو چارو خبرې وکړې، د پاکستان د منزوي کېدو په اړه ولسمشر څرګندونې درلودې خو ویې ویل چې د پاکستان منزوي پر ځای باید له هغوی سره کار وشي چې د سولې په برخه کې ښکاره اقدامات وکړي."

ارګ ماڼۍ هم په یوه بیان کې د ښاغلي غني د پرونیو خبرو په حواله چې پاکستان ته یې اشاره کړې لیکلي دي چې "دا هېواد باید د تروریستانو له ملاتړ لاس واخلي."

د لوی کندهار د شورا مشرانو هم له ولسمشر سره په ناسته کې ټینګار کړی چې خلک له جګړو په تنګ راغلي او له مخالفینو سره سولې ته د رسېدو لپاره باید بین الافغاني خبرې وشي.