جنرال عبدالرشید دوستم ترکیې ته تللی

جنرال عبدالرشید دوستم د جمعې په ماښام ترکیې ته تللی دی.

د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم مطبوعاتي سلاکار یاسین خموش ازادي راډيو ته تائید کړه چې ښاغلی دوستم د جمعې په ماښام ترکیې ته د درملنې په هدف سفر وکړ.

د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج هم په خپل فیس بوک کې ویلي چې جنرال دوستم د درملنې په خاطر ترکیې ته تللی او بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

جنرال دوستم وروسته له هغه ترکیې ته ظاهراً د درملنې په هدف تللی چې د هغه یو پخوانی سیال احمد ایشچي په څارنوالۍ کې د دوستم پر ضد عریضه کړې وه او ویلي و چې دوستم او ساتونکو یې هغه ځورولی دی.

دوستم چې له یادې پېښې وروسته تر ډېره په خپل کور ناست و په یاده قضیه کې یې ښکېل ساتونکي لویې څارنوالۍ د څېړنو لپاره جلب کړي و.