ځواک: هلمند کې تر ګواښ لاندې سیمو کې عملیات پیلېږي

د هلمند ولایت چارواکي وايي، ډېر ژر به په هغو سیمو کې چې له لوړ تهدید سره مخ دي ځمکني عملیات پيل شي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل افغان پوځیان د عملیاتو لپاره چمتووالی لري او په ځینو سیمو کې د ځمکنیو عملیاتو د ښه پیل لپاره مخکې له مخکې هوايي عملیات شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل:

"د ځمکنیو عملیاتو لپاره افغان امنیتي ځواکونه پوره چمتووالی لري او په کومو سیمو کې چې تر لوړ تهدید لاندې دي هلته به عملیات وکړي، بله دا چې هره ورځ افغان امنیتي ځواکونه او تر څنګ یې ایساف قواوې په هوايي عملیاتو کې برخه اخلي."

د هلمند چارواکي په داسې حال کې د وسله والو مخالفینو پر ضد د عملیاتو د پیل خبره کوي چې د راپورونو په اساس هلمند ته پېښ امنیتي ګواښ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

رپوټونه دا هم وايي چې د لښکرګاه ښار دویمه او درېمه امنیتي حوزه هم د طالبانو د حملو له ګواښ سره مخ ده او څلورمه امنیتي حوزه یې له ډېر وخت راهیسې د طالبانو په ولکه کې ده.