ولسمشر ټرمپ نن خپل لومړی بهرنی سفر پیل کړ

ډونالد ټرمپ د متحدو ایالاتو د ولسمشر په توګه بهر ته خپل لومړی سفر پیل کړی.

سپینې ماڼۍ هیله څرګنده کړې چې سعودي عربستان، اسرائیل، ایټالیا، واتیکان او بروکسل ته سفر به له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره مرسته وکړي چې په تېره په منځني ختیځ کې د متحدایالاتو له متحدانو سره اړیکي لا نېږدې کړي.

خو دا سفر د تحقیقاتو د فدرال ادارې «FBI»د رئیس جیمز کومي د لېرې کولو د مسئلې تر سیوري لاندې راغلی دی ځکه کومي له روسیې سره د ټرمپ د همکارانو د اړیکو په اړه د تحقیقاتو مشري کوله او د وروستیو راپورونو له مخې ښاغلي ټرمپ په تېره فبروري میاشت کې هڅه کړې وه چې په دې اړه څېړنې بندې کړي.

پردې سربېره سپینه ماڼۍ د هغو راپورونو په اړه د غبرګون ښودلو هڅه هم کوي چې وايي، ښاغلي ټرمپ متحدوایالاتو ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سیرګي لاوروف د سفر پرمهال نوموړي ته د اسلامي دولت ډلې- داعش په اړه ځینې محرم معلومات چې په سوریه کې د یو اسرائیلي اجنټ له خوا ترلاسه شوي افشا کړي.

نو ټرمپ په داسې حال کې سعودي عربستان او اسرائیلو ته چې په منځني ختیځ کې د امریکا نېږدې متحدان دي او دواړه د سوریې د جګړې د پای ته رسولو د هڅو ملاتړ کوي، خپل سفر پیلوي.

څارونکي دا سفر له نېږدې څاري او سترګې په لاره دي چې ښاغلی ټرمپ به د اسرائیل او فلسطین په تېره د ختیځ بیت المقدس په اړه چې فلسطینیان یې د خپل راتلونکي دولت د پلازمېنې په توګه پیژني د امریکا په سیاست کې کوم جدي بدلون راولي کنه.

ولسمشر ټرمپ د دې سفر له پیلولو مخکې د کولمبیا له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې د وینا پرمهال دا سفر مهم وباله:

"څرنګه چې تاسو پوهېږئ زه سعودي عربستان ته روان یم او بیا اسرائیل ته ځم او وروسته د جي اوه غونډه لرو، نو لوی کارونه مو په وړاندې پراته دي."

ټاکل شوې چې ښاغلی ټرمپ د دې سفر په ترڅ کې د فلسطینیانو له مشر محمود عباس سره وګوري، له هغه ځایه به واتیکان ته ولاړ شي او دنړۍ د رومن کاتولیکانو له مذهبي مشر پاپ فرانسس سره به وګوري.

ټرمپ به همداراز په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو په سرمشریزه کې هم برخه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن چې په دې سفر کې له ولسمشر ټرمپ سره ملګری دی، پرون وویل، دا سفر نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې متحدایالات غواړي یوځل بیا په نړیوالو مسایلو کې ښکېل شي.