ناټو: داعش ضد ائتلاف کې ګډون عملیاتو کې د ښکېلتیا په معنی نه ده

د ناټو عمومي منشي وايي، د امریکا په مشرۍ په عراق او سوریه کې د داعش ډلې پرضد په ائتلاف کې د ناټو ګډون په محاربوي عملیاتو کې د دې ټلوالې د ښکېل کېدو په معنی نه ده.

د ناټو عمومي منشي وايي، د دې ټلوالې ځینې غړي باور لري چې د امریکا په مشرۍ په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد په ائتلاف کې ګډون ښايي په محاربوي عملیاتو کې له ګډون پرته د سیاسي ملاتړ یو روښانه پیغام ورکړي.

د چهارشنبې په ورځ د ناټو ځینو مهمو غړو هېوادونو په بروکسل کې په خپله غونډه کې وویل دوی په دې باور دي چې د امریکا په مشرۍ د داعش پر ضد ائتلاف کې ګډون ځینې ګټې لري.

ویل کېږي چې فرانسه، ایټالیا او د ناټو ځینې نور غړي د امریکا په مشرۍ په ائتلاف کې د ناټو د ګډون په اړه یولړ ملاحظې لري ځکه فکر کوي دا اقدام به ناټو د جګړې په عملي ډګر کې ښکېل او په عربي هېوادونو کې د دې ټلوالې عمومي دریځ زیانمن کړي.

په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د داعش پرضد د مبارزې د چټکولو او په دفاعي برخه کې د زیاتو مسؤلیتونو منلو ته د ناټو د غړو د هڅولو لپاره د هڅو په ترڅ کې راتلونکې اوونۍ په بروکسل کې د ناټو په سر مشریزه کې د ناټو له مشرانو سره خبرې وکړي.

سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له دفاع وزیرانو سره له غونډې مخکې خبریالانو ته په څرګندونو کې یادونه وکړه چې د ناټو اته ویشتو غړو د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد د مبارزې په ائتلاف کې په انفرادي ډول غړیتوب ترلاسه کړی او د خپلو عملیاتو لپاره یې اواکس کشفي الوتکې هم چمتو کړې دي.

سټولټنبرګ وویل، د ناټو غړي استدلال کوي چې ناټو د داعش پرضد په ائتلاف کې د ګډون په وسیله د دې مبارزې د سیاسي ملاتړ څرګند پیغام ورکوي:

سټولټنبرګ.

"په دې اړه خبرې وشوې چې ایا ناټو هم په دې ائتلاف کې شامله شي کنه، د ناټو غړي همداراز د دې حقیقت یادونه کوي چې ناټو د خپل ګډون په وسیله دې ائتلاف ته د سیاسي ملاتړ یو څرګند پیغام ورکوي او همداراز کولای شو چې د ناټو د ملاتړ د همغږۍ لپاره یو ګډ پلاټفورم رامنځته کړو."

د ناټو عمومي منشي وویل، دا په محاربوي عملیاتو کې د ناټو د ښکېل کېدو په معنی نه ده، نه داسې کومه غوښتنه ترې شوې او نه ناټو غواړي چې په سوریه او عراق کې په محاربوي عملیاتو کې ښکېل شي.

یینس سټولټنبرګ ظاهراً د ناټو سرمشریزې ته د ولسمشر ټرمپ د ګډون په درشل کې د موضوع د حساسیت په خاطر ونه ویل چې دی په خپله د دې اقدام ملاتړ کوي کنه.

همداراز داسې اندېښنې هم شته چې که ناټو د عراقي ځواکونو د روزنې له محدودیته ووځي او خپله ونډه پراخه کړي نو ښايي ناټو لکه څرنګه چې په افغانستان کې پېښ شول بالاخره له امریکايي ځواکونو څخه د قوماندې چارې ترلاسه کړي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ د چهارشنبې په ورځ وویل چې ناټو کولای شي په لوژستیکي برخه کې د مرستې له لارې د داعش ډلې پرضد په مبارزه کې خپله ونډه پراخه کړي.