د لوګر محمد اغې کې سړک غاړې ماین چاودنې ۱۱ملکي وګړي وژلي

د لوګر ولایت محمداغه ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۱ملکي وګړي وژلي دي.

د محمد اغې ولسوال نصیر امین نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې پېښه نن ماسپښين د یادې ولسوالۍ د زرغون شهر په «در در» سیمه کې هله رامنځته شوه چې په سیمه کې د ملکي خلکو موټر د سړک پر سر ځای پرځای شوي ماین باندې ور برابر شو.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې پنځه ښځې پنځه ماشومان او یو د پوخ عمر سړی وژل شوي دي.

رزغون شهر د محمد اغې ولسوالۍ یوه ناامنیه سیمه ده چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا وسله وال مخالفین پکې زیات فعالیت لري.