د خوست خبریالانو د ننګرهار پر ملي راډیو تلوېزیون برید وغانده

د پنجشنبې ورځې ناوخته د خوست یو شمېر خبریالانو او د بېلابېلو رسنیو استازو د ننګرهار پر ملي راډیو تلوېزیون د وسله والو برید وغانده او د افغان حکومت او نورو مخالفو وسله والو ډلو يې وغوښتل چې د ملکي هدفونو او د رسنیو ادارو د امنیت خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.

دوی ګواښ وکړ، که چیرې خبریالان په فزیکي او رواني لحاظ د کومې ډلې یا لوري لخوا ګواښل کېږي، ټولیزې رسنۍ به يې په یو غږ د رپوټونو له خپریدو ډډه وکړي.

په خوست کې د غرغښت تلوېزیون مشر سخي سرور میاخېل په دې اړه وویل:

"څو ورځې مخکې په ننګرهار کې د ملي راډیو تلویزیون پر خبریالانو او کارمندانو ترهګریز برید شوی وو، د خوست خبریالانو د یوې غونډې په ترڅ کې دا ترهګریز برید په کلکه وغانده، ګواښ يې وکړ که چېرې د کومې ډلې لخوا ژورنالیستانو ته خطرونه متوجه کېږي موږ به د هغو د رپوټونو د خپرولو څخه ډډه کوو."

په خوست کې د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې مشر سیف الله حیات هم هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د جګړې ښکېلې خواوې به د رسنیو او د رسنیو د خبریالانو او کارکوونکو امنیت ته پاملرنه وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار پر ملي راډيو تلوېزیون برید کې د چارواکو د معلوماتو په اساس دوه پولیس او د تلوېزیون څلور کارکوونکي وژل شوي او د اوو پولیسو په ګډون ۱۷ ملکیان ټپيان شوي دي.

ددې برید مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی.